د جذابیت قانون
زه د ښکلا او ظاهري جذابیت په هکله بحث نه کوم، زه غواړم چې په پیل کې له تاسو نه یوه پوښتنه وکړم، هغه دا چې ایا تر دې دمه داسې شوي چې څه وغواړئ، هغه تر لاسه کړئ؟ یا مو څه غوښتي او هغه شوي؟
ډاډه یم چې ستاسو ځواب (هو) دی.
زما دا ډاډ په څو دلایلو دی، تر ټولو لومړی دا چې زه په الله تعالی باور او ایمان لرم، الله تعالی په خپل کتاب قران کریم کې فرمايي ( وقال ربکم ادعونی استجب لکم)
الله تعالی دومره ستر ذات دی چې د هېچا لپه تشه نه پرېدي نو که له خپل خالق نه د زړه له کومې، په پوره باور او یقین څه وغواړو راکوې یې ډاډه اوسئ.
څو کاله مخکې زما یوه ملګري د( راز )په نوم یو علمي فلم راکړ، یاد فلم دومره په زړه پورې دی چې په یو ځل لیدو د انسان په فکر کې ستر بدلون راولي او لیدونکي ته هیله، حوصله او د مخکې تللو ډاډ ورکوي، بلکې انسان ته پر خپل ځان اعتماد او ویاړ ور په برخه کوي.
د فلم ترڅنګ د راز کتاب هم نړۍ کې ډېر مینوال لري، راز ډير خرڅېدونکو کتاب دی چې په ۴۶ ژبو ژباړل شوی دی. په دې کتاب کې د جاذبې ځواک په هکله د نړۍ ګڼو پوهانو خبرې کړي دي. په دې کتاب کې په دې بحث شوی چې که انسانان له خپل ځواک او قدرت نه په سمه توګه ګټه واخلي کولای شي چې په ژوندانه کې تر هر چا بریالی و اوسي او څه چې غواړي تر لاسه کوي یې.
په دې کتاب کې دا څېړل شوي چې که انسان څه شي له زړه وغواړي هغه ترلاسه کوي، دا چې څه غواړې او ترلاسه کوې یې دوی دې ته د (جذب ځواک) نوم ورکړی دی.
د راز کتاب لیکواله (راندا برن) چې له اره استرالیايۍ ده خو په امریکا کې اوسي وايي: ما ځکه ددې کتاب نوم (راز) کېښود چې د نړۍ سترو شخصیتونو لکه افلاطون، هوګو، انیشتین چې لوړ مقام ته رسېدلي دي د جذب له قانون نه یې ګټه اخیستې ده او دا یې د یوه راز په ډول له ځانه سره ساتلی دی او ځینې په نا خداګا ډول له دې قانون نه ګټه اخلي.
جذابیت په دې مانا ده چې زموږ ذهن او فکر لکه مقناطیس د ژوندانه پېښې ځان ته راکشوي. لکه څنګه چې ځمکه د جذب ځواک لري همدا ډول زموږ ذهن هم د جذب ځواک لري.
یاد فلم کې داسې ډير کسان غږول شوي دي چې خپلو هیلو او غوښتنو ته رسیدلي دي او ما ته یې هم خپلې خاطرې رایادې کړې.
د پلار له مرګ وروسته مې کلي کې د خپلې ځمکې د یوې وړې برخې بزګري پیل کړه، دا چې زه په ښار کې لوی شوی وم نو د بزګري په چل هم نه پوهېدم، یوه ورځ مې په ډېر زحمت غنم وکرل، ستړی ستومان، په خاورو او ګردونو ککړ، بېل په اوږه کور ته راننوتم، بیل مې وړاندې ګوزار کړ او اسمان ته مې لاسونه ونیول:
ـ ای خدایه! ته راته د قلم له څوکې روزي راکه، که په دې بېل او بیلچې وې لکه چې دا یتیمان رانه مړه شي.
زما له دې وینا سره د مور په سترګو کې اوښکې ډنډې شوې او ویې ویل:
ـ زویه! په قلم روزي پیدا کول خو علم او پوهه غواړي چې ته یې نه لرې، که غواړې چې ارامه ژوند ولري نو لومړی درس او تعلیم زده کړه.
خو زه نن خپلې هیلې ته رسېدلی یم. زه خپلو هیلو ته چا ورسولم؟ ما یوازې شپږ، اوه کال ښوونځي لوستی او دوه درې ورځې د پوهنتون په ټولګي کې ناست یم او بس. دا زما غوښتنه وه،که له مینې وه او که له مجبوریته خو زما هیله وه. هغه مهال مې کله کله داسې احساس کاوه چې یو ویاند ما ستیج ته راغواړي، ما سره مرکې کېږي، زه لیکوال او شاعر یم.
ما به راډيو په جیب کې ګرځوله، دبی بی سي تعلیمي خپرونې به مې اورېدې، د هرې خپرونې پای کې به یې د لیکوال او جوړونکې نومونه یادول، ما به خپل ذهن کې د هرې خپرونې پای کې خپل نوم لیکه. خو ډېر ژر دا هرڅه رښتیا شول، بی بی سي ته لاړم، کومې خپرونې چې ما تل اورېدې د هماغو خپرونو لیکوال او پروډیوسره شوم او پای کې یې زما نوم هم یادېده.
د جذب د قانون یوه موخه مثبت فکر کول دي، ذهني تصویر جوړونه ده، احساس دی، نیک فال نیول نیول دي، دې کې مفني افکار ځای نه لري.
هیلو ته د رسېدو لپاره د نورو وسیلو تر څنګ معنوي وسایلو ته هم اړتیا لرو، چې غوره بېلکې یې دعا کول دي.
اغلې برن په خپل کتاب راز کې په دې هکله د انجیل یوه بېلګه راوړي، وايي که الله تعالی ته دعا وکړې او په باور او یقین ترې څه وغواړي درکوي یي.
دا باور موږ مسلمانان هم لرو او د الله تعالی ژمنه هم ده. ( وقال ربکم ادعونی استجب لکم)
انسانان باید د جمسي ځواک سره سره له معنوي ځواک نه هم ګټه واخلي. یانې هیلو ته در سېدو لپاره باید چې له خپل ټول ځواک نه ګټه واخلو.
د جذب ځواک په فکر او تفکر پیلېږي، اسلام کې یو ساعت تفکر له کلونو عبادت نه غوره ګڼل شوی دی. دا ښکاره ده چې مثبت فکر، ښه فکر، غوره فکر په خپله فکري او ذهنی تصویر جوړونه ده او هیلو ته د رسېدو لاره.
د جذب د ځواک په هکله د ناپلیون یو روایت دی چې وايي: کله چې ماشوم وم نو غوښتل مې چې زه د یو ستر لښکر مشر او قومندان و اوسم، هره ورځ مې له ځانه سره کرل رېبل او داسې احساس مې کاوه چې زه د لښکر مشر یم او هغوی ته لارښوونه کوم.
انیشتن وايي: تاسو د ذهني تصویر جوړونې په مرسته کولای شې چې خپل راتلونکی تصویر کړئ. ما به ماشومتوب کې فکر او تصور کاوه چې زه په یوه غار کې یم چې شاوخوا ته مې کتابونه پراته دي او همداسې هم وشول.
دا په دې مانا نه ده چې موږه یوازې ذهنی تصویر جوړ کړو او نور د خیر په غونډۍ کېنو او په تمه اوسو چې اوس به معجزه کېږي او زما ټولې هیلې به پوره کېږي. له ذهني تصویر سره سره، کار ، فعالیت، هیله او امید هم اړین دی. یوازې تصویر جوړونه بس نه ده.
یاد فلم کې د یو کس ډېره په زړه پورې کیسه نقل کوي: وایی د سیند له غاړې مې څو وړکې او ښکلې تېږې راټولې کړې او په جیب کې مې واچولې. یو ځای کې له خپل ملګري سره مخ شوم چې سخت خواشینی و، ویل یې چې زوی یې په لا علاجه ناروغي اخته شوی دی او ډاکټرانو ځواب ورکړي. په دې بحث کې مې له جیب نه یوه تېږه ولوېده، ملګري مې پوښتنه وکړه:
ـ دا څه دي؟
زه حیران شوم خو له څه ځنډ وروسته مې ځواب مې ورکړ:
ـ دا د شفا تیږه ده، که د ناروغ په وجود یې وسلوې نو رک روغ به شي.
ملګري مې تېږې رانه واخیستې او په خپله مخه روان شو، څه وخت وروسته یې راته ټلیفون وکړ او ویل یې چې د شفا تېږو زما لا علاجه زوی رک روغ کړ. که امکان یې وي څو نورې تېرې هم راولیږه. بیا مې هر وخت ورته دا تېږې لیږلې هغه به دانه په یو ډالر خرڅولې.
داسې ډېرې بېلګې زموږ هیواد کې هم شته، زیارت ته تګ او د ناروغیو ښه کېدل.
په دې موږ ټول ښه پوهېږو چې تیږه چاته شفا نه شي ورکولی، خبره ټوله د فکر او ځان تلقین دی.
په یاد کتاب یو شمېر پوهانو نیوکې هم کړي دي او هر چا خپل خپل دلایل وړاندې کړي دي. خو زه په دې کتاب یوه نیوکه لرم،مېرمن برن او کومو کسانو چې په یاد کتاب کې څرګندونې کړي هغوی وایی، ته یې وغواړي طبیعت یې درکوي، زه پوی نه شوم چې له طبیعت نه ددوی موخه څه ده؟ طبیعت څنګه د خلکو هیلې پوره کولای شي؟ زه وایم چې طبیعت هم خالق لري، طبیعت چاته هیڅ هم نه شي ورکولی. دا د ټولو کایناتو خالق دی چې پر انسان پېرزوینې کوي نه طبیعت.
یاد کتاب هیلو ته د رسېدو لپاره ګټورې لارې چارې وړاندیز کړي دي، که چېرې دا پښتو ژبې ته وژباړل شي ډاډ یم چې ډېر لوستونکي به پیدا کړي او یو له ډېرو خرڅېدونکو کتابونو به وي.
په درنښت
آرش ننګیال
Secret راز
ـ د جذابیت قانون